اوکراين کې تر زرو د ډېرو روسي سرتېرو د وژنې ادعا شوې

اوکراین پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې تېر ۲۴ ساعتونه د روسي ځواکونو لپاره د جګړې له پیله تر اوسه تر ټولو خونړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین پر ختیځ بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه زره تازه دمه ځواکونه یې د جګړې جبهې ته لېږلي دي.

خو د رویټرز خبري اژانس د مالوماتو پر اساس، اوکراین ادعا کوي چې په وروستۍ یوه ورځ کې یې د روسیې تر زرو ډېر سرتېري وژلي دي.

اژانس وايي چې، دا ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا ردولی نه‌شي.

د جګړې له پیله تر اوسه پورې د روسیې ټولټال ۱۲۳ زره ۱۹۰ پوځیان وژل شوي دي.

روسیه بیا وايي چې، یوازې یې د جنورۍ په میاشت کې نژدې شپږنیم زره اوکرایني پوځیان وژلي دي.