د پاکستان له یو زندانه ۴۰ نور افغانان خوشې شوي

ارشیف: د کراچۍ په یوه زندان کې بندي افغانان

د پاکستان د سند ایالت له یو زندانه د ۴۰ نورو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بیان په حواله راپور ورکړ چې دا کډوال په پاکستان کې د افغان سفارت او په اسلام اباد کې د کډوالو د ادارې د هڅو په نتیجه کې خوشې شوي دي.

په بیان کې راغلي چې ټول خوشې شوي کسان به ډېر ژر د سپین بولدک د دروازې له لارې افغانستان ته واستول شي.

بیان زیاتوي چې د کراچۍ په لندي او پېچي محبسونو کې د ۱۶۰ نورو افغانانو د خوشې کولو هڅې هم روانې دي او ښايي اړونده محکمه تر دوو درېیو ورځو د هغوی د خوشې کولو حکم وکړي.

په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ له دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۴۰۰ افغانان لاهم بندیان دي.