ترکيه کې د زلزلې له امله ۷۶ کسان مړه شوي

ترکيه کې د زلزلې انځور

په ترکیه او سوریه کې د نن سهار په زلزله کې د مړو شمېر په زیاتېدو دی.

د رویترز اژانس په وینا، د ترکیې د طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې تر اوسه د څه باندې ۷۶ کسانو مړینه او د ۴۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

اسوشېټېډ پریس اژانس بیا راپور ورکړی، چې څه باندې ۹۹ کسان په سوریه کې مړه شوي او ۳۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

اټکل کېږي، چې د مړو شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه په ترکیه او سوریه کې لا هم ګڼ کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، دا زلزله د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې وه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د سوریې د پولې په ۹۰ کیلومترۍ کې د ترکیې په غازي عینتاب کې و.

د زلزلې ټکانونه، په لبنان او قبرس کې هم احساس شوي دي.