اوچا: افغانستان کې مرستو ته اړتيا ډېره شوې

ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستود همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره له‌دې چې تېر۲۰۲۲کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بې‌ساري توګه د تېر کال له غبرګون سره سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري.

اوچا ویلي، د یوه تر ټولو ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل تمویل او یوه مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.

اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له لوري د لګول شوي بندیز له کبله ډېرو مرستندویه ادارو په دې هېواد کې خپل فعالیتونه یا بشپړ او یاهم جزي درولي دي.