د کډوالو عالي کمېشنري: پکتيکا او خوست کې مو زرګونه زلزله‌ځپلو ته سرپناوې برابر کړي

په پکتیکا کې د یو این ایچ سي آر له لوري نوي جوړ شوي کورونه

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د هغو په زرګونو کسانو لپاره ګرمې سرپناوې برابرې کړي دي چې کورونه یې د تېرې سرطان میاشتې په زلزله کې ویجاړ شوي و.

د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه چې دغې ادارې زیانمن شویو کسانو ته څومره ګرمې سرپناوې برابرې کړي نور جزیات نه‌دي ورکړي.

خو يادې ادارې ویلي یې دي، مخکې له دې چې ژمی پیل شي، د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې یې له اوو زره ډېرو کورنیو سره د نغدو پیسو او د کورنیو توکو مرستې کړي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا د دغو مرستو چې د قزاقستان له‌خوا برابرې شوې، هدف دا و چې هره کورنۍ د ځان لپاره د سونګ موادو د اخیستو وس او هم په ژمي کې د تودوخي لپاره وسایل ولري.

دغې زلزلې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست سپیرې ولسوالۍ خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي و.