روزا اوتونبايووا: حرفوي زده‌کړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا وایي، حرفوي زده‌کړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي او ښځې او نجونې باید په‌کې ونډه ولري.

یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې مېرمن اوتانبایووا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له ادارې څخه کتنه ترسره کړه ترڅو د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په دې هم پوه شي چې څومره نجونو ته د حرفوي زده‌کړو امکانات برابر شوي دي.

د طالبانو د دغې ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت د دغې کتنې په اړه په یوه ټویټ کې یوازې دومره ویلي چې، ځوان نسل ښه استعدادونه لري چې ورڅخه کار نه‌دی اخیستل شوی خو اداره یې اوس دې ته ژمنه ده چې د هر هغه ځوان ملاتړ به کوي چې د وطن لپاره د خدمت اراده ولري.

نوموړي د نجونو د زده‌کړې یادونه نه‌ده کړې خو د دې ادارې مرستیال، مولوي غلام سعید احساس په یوه جلا ټویټ کې ویلي، د ښځو د زده‌کړې او کار ستونزه به ډېر ژر هواره شي او هیله یې ښودلې چې د علم زده‌کړه له سیاست جلا شي.

طالبانو چې له مخکې یې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له لوړو زده‌کړو بې برخې کړي، په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې یې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.