د طالبانو حکومت: له ازبکستان به د ريل‌ګاډي خدمات بېرته پيل شي

ارشيف

د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکي وایي، روانه اونۍ یو پلاوی ازبکستان ته ځي چې له دې هېواده د افغانستان حیرتان - مزارشریف پر غځول شوې د ریلګاډي پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو ستونزه حل کړي.

د دې ادارې ویاند سمیع دراني تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، له ازبکستان لوري سره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو په ګډون د جوړې شوې کمېټې په وروستیو څو غونډو کې موافقه شوې چې د دغه پټلۍ مدیریت او ټولې چارې به افغانستان ته سپارل کېږي.

نوموړي وويل: "یو اکشن پلان ترتیب شوی دی. د دغه اکشن پلان پر اساس باید یوه تفاهم نامه له ازبکستان سره نهایي او لاسلیک شي. د دغې تفاهم نامې له‌مخې به د ازبکستان حیرتان پټلۍ ځینې چارې ازبکستان ته سپارل کېږي. تمه ده په دغه سفر کې به دغه موافقه نهایي شي او ان‌شاالله له حیرتان مزارشریف د وسپنې پټلۍ څخه به د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي."

د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د دغې پټلۍ فعالیت یې له دې کبله ځنډولی چې افغانستان نه‌دی توانېدلی چې پر وخت د دغې پروژې تخنیکي ساتنه وکړي.