د اوکراين په لوهانسک کې وضعيت ناوړه بلل شوی

لوهانسک سيمه

د اوکراین د لوهانسک سیمې والي سرهی هیدای وايي، اوکرایني ځواکونه لا هم په لوهانسک کې پر بیلو هوریفسکا کلي کنټرول لري.

والي نن ویلي، چې وضعیت په دې کلي کې ناوړه دی، خو وضعیت په کنټرول کې دی.

هیدای د اوکراین ملي ټلوېزیون ته ویلي: په روسیه کې داسې اطلاعات خپاره شوي وو، چې ګواکې بیلو هوریفکا کلی د روسي پوځیانو له‌خوا نیول شوی او له هغه ځایه د اوکراین وګړي شړل شوي دي، خو په اصلي کې د اوکراین پوځیان لا هم په خپلو سنګرونو کې دي.

د ده په وینا هيڅوک نه‌دي نیول شوي او هلته د دوی دښمن حضور نه‌لري.

د مسکو له‌خوا هلته یوه ګمارل شوي چارواکي او د روسیې پلوي بلاکګرانو په وروستیو کې ادعا کړې وه، چې روسي ځواکونو د بیلو هوریفکا پر لوري پرمختګونه کړي.

دا د لوهانسک وروستۍ داسې سيمه ده، چې د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې ده.