د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ دفتر

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف پر خپلې فېس بوک پاڼې ليکلي، د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده.

ښاغلي اشرف او د اسیا د کرېکټ شورا د نورو غړیو هېوادونو مشرانو د شنبې په ورځ په بحرین کې د شورا په یوه بېړنۍ ناسته کې ګډون درلود.

میرویس اشرف داسې وخت د اسیايي شورا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرېکټ راتلونکي ته اندېښنې په ډېرېدو دي.

ځینو ټيمونو له هغې ډلې اسټرالیا میاشت مخکې له افغانستان سره خپلې لوبې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز په غبرګون لغوه کړې.