د برېتانيا صدراعظم: اوکراين سره د پوځي مرستو د چټکولو موافقه شوې

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي او د برېتانيا صدراعظم ريشي سوناک

د برېتانيا صدراعظم ريشي سوناک او د اوکراين ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون (د فبرورۍ په ۴مه) په ټليفوني خبرو کې له اوکراين سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د چټکولو پر اهميت سلا ته ورسېدل.

د سوناک دفتر په یوه بیان کې ویلي، تمرکز یې په دې دی چې د برېتانیا پوځي دفاعي تجهیزات ژر تر ژره په اوکراین کې لومړۍ کرښې ته ورسيږي.

د اعلامیې له‌مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې نړیوال شریکان دې له اوکراین سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي څو له فرصت څخه په استفادې روسي ځواکونه شاتګ ته اړ ایستل شي.

د پرتګال صدراعظم انتونیو کوسټا هم د شنبې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې لوسا خبري اژانس ته وویل، چې هېواد به یې اوکراین ته د لیوپارډ ۲ ټانکونه واستوي، خو د دغو ټانکونو د شمېر له څرګندولو یې ډډه وکړه او ویې ویل، په مناسب وخت کې به یې اعلان کړي.

تر دې مخکې جرمني هم ویلي وو چې اوکراین ته به لیوپارډ ۲ ټانکونه واستوي او د امریکا متحدو ایالتونو هم اوکراین ته د ابراهم ټانکونو د لېږلو ژمنه کړې ده.

ليوپارډ ټانک، ټاکل شوې چې اوکراين ته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې اوکراین له لوېدیځو هېوادونو څخه د روسیې د ناموجه یرغل په وړاندې د مبارزې لپاره د لا زیاتو پوځي مرستو غوښتنه کړې، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مشر د اوکراین په جګړه کې راتلونکې شپږ میاشتې مهمې بللې دي.

"زه فکر کوم چې راتلونکې شپږ میاشتې، زما په اند او د سي آی اې د ارزونې له‌مخې مهمه دي.

ویلیم برنز د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د جورج ټاون پوهنتون د بهرني خدماتو د څانګې له‌خوا یوه جوړ شوي کنفرانس کې وویل: "زه فکر کوم چې راتلونکې شپږ میاشتې، زما په اند او د سي آی اې د ارزونې له‌مخې مهمه دي. زما په فکر چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا دمخه داسې فکر لري چې ګواکې وخت به د هغه په ګټه څرخي. هغه شرط تړلی چې اوکراینیان به مات او په اروپا کې به سیاسي ستړیا رامنځته کړي."

اوکرايني چارواکي وايي، په وروستيو کې روسيې د اوکراين پر ملکي تاسيساتو بريدونه ډېر کړي دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مشر ویلیم برنز د ایران او روسیې ترمنځ د پوځي اړیکو ژورېدل په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ بللي دي.

هغه ویلي، د ایران د (شاهد ۱۳۶) بې پیلوټه الوتکې د روسیې په ګټه د اوکراین خاوره بمباردوي او د بې‌ګناه ملکي وګړو د وژلو لپاره کارول کېږي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل له نږدې یوه کاله روان دی.

ورځ تر بلې په بېلابېلو سیمو کې د جګړې د شدت په اړه راپورونه خپریږي، په تېرو دوو ورځو کې په دونیڅک، لیمان، باخموت، اودیوکا او نووپالیوک سیمو کې روسانو خپلو تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړی.