میرویس اشرف: د کرېکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرېکټ بشپړ ملاتړ اعلان کړ

د کرېکټ اسیایي شورا ناسته کې د میرویس اشرف ګډون

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) په بحرین هېواد کې د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې ګډون وکړ.

ښاغلي اشرف پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د کرېکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرېکټ څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغان کرېکټ د لا ډېرې پرمختیا او ملاتړ ژمنه یې وکړه.

هغه وایي: "په یاده ناسته کې د شورا د بورډ د غړو له لوري افغان کرېکټ ته د بودیجې سلنه هم لوړه شوه چې په‌کې له ۶ سلنه، ۱۵ سلنې ته پورته کړل شوه چې له لوبیزو لوبلړیو به افغانستان ته ورکول کېږي."

د افغان کرېکټ عمومي رئیس په وینا چې د هندوستان او پاکستان هېوادونو ترڅنګ یې د کرېکټ اسیايي شورا له غړو هېوادونو سره پر راتلونکو دوه اړخیزو لوبلړیو هم خبرې وکړې.

ښاغلی اشرف وایي: "د اسیايي شورا له دوو غړو هېوادونو سره د افغانستان په کوربه‌توب د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو پر درې اړخیزه لوبلړۍ هم یوې پایلې ته ورسېدو چې مارچ میاشت کې به یې افغانستان ترسره کړو."

نوموړی ډاډ ورکوي چې د افغانستان کرېکټ ته به په راتلونکي کې هېڅ ډول ستونزه نه‌وي او په هره برخه کې به پرمختګ کوي.