یونېسف: د افغان ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکوو

ارشیف: په خوست کې د یونېسف له لوري د مرستې رسونې یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف نوی استازی فران ایکویزا وایي، د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

ایکویزا پرون په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړ.

ده وویل، افغانستان د نړۍ په کچه له یو سخت ناورین سره مخامخ دی نو د یونېسف ماموریت ډېر مهم دی.

ایکویزا زیاته کړه چې د یونېسف نه ستړې کېدونکې ډله به خپل کار ته ادامه ورکړي.

د طالبانو له لورې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز دا اندېښنې پیدا کړي چې بشري وضعیت به پسې خراب شي ځکه چې یو شمېر موسسې کار ته زړه نه ښه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې له اټکل سره سم په دوه زره درویشتم کال کې به تر اته ویشت میلیونه ډېر افغانان نورو بشري مرستو ته اړ شي.