زیلینسکي: د باخموت دفاع ته ادامه ورکوو

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وویل، د باخموت دفاع ته ادامه ورکوي او دا ښار به پرې نه ږدي.

ولودومیر زیلینسکي دا خبرې پرون د اروپایي ټولنې مشرانو ته د غونډې پرمهال په کییف کې وکړې.

باخموت د اوکراین په ختیځ کې هغه ښار دی چې سخته جګړه پرې روانه ده.

زیلینسکي په داسې وخت کې د باخموت د دفاع خبره کوي چې بلومبرګ رسنۍ د امریکایي چارواکو په وینا خبر ورکړی چې اوکرایني سرتېرې دې باخموت پرېږدي او خپل پوځیان دې پسرلني عملیاتو ته سره راغونډ کړي.

د دې چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستل شوي، د باخموت له ښاره وتل د جګړې مسیر نه بدلوي.