ريچارد بېنيټ د استاد اسماعيل مشعل پر نيول کېدو اندېښنه ښودلې

د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل چې خلکو ته يې وړيا کتابونه وېشل، د طالبانو له لوري نيول شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنیټ په کابل کې د پوهنتون د یوه استاد اسماعیل مشعل پر نیولو اندېښنه وښوده.

ښاغلي بېنیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د سوله‌ییزو مدني حرکتونو په نښه کول او مخنیوی د نه منلو او د افغانستان له تعهداتو سره په ټکر کې عمل دی.

د طالبانو حکومت یوه چارواکي اسماعیل مشعل، چې د طالبانو په توقیف کې دی، د نظام په تخریب تورن کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي: استاد مشعل «په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکي کړنې ترسره کولې، ګڼ خبريالان یې پر ځان راټول کړي وو او پر عمومي سړک يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، امنيتي ادارو د تحقيقاتو لپاره بېولی دی.»

استاد مشعل چې څه موده مخکې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته د یوه خصوصي ټلوېزیون په پروګرام کې خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو، پرون په وړیا ډول د کتابونو د وېش پر مهال ونیول شو.