د فرانسې ولسمشر: د ايران د اټومي پروګرام دوام به جدي عواقب ولري

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر خبرو وروسته د ایران د اټومي پروګرام چټک تشدید وغانده.

نتنیاهو په پاریس کې دی او د تهران په وړاندې د اروپا د دریځ د سختېدو هڅه کوي.

مکرون د تېر ماښام تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، د تهران د اټومي پروګرام دوام به جدي عواقب ولري.

اسرائیل له اودې مودې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه تورنوي، خو تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې یوازې د انرژۍ د تولید لپاره دی.