خېبر پښتونخوا کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

د کوهاټ تونل ترافيکي پېښه

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي.

د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، یو مساپر وړونکی (فلاینګ کوچ های اېس) ګاډی په تونل کې له بار وړونکې لارۍ سره لګېدلی.

په پېښه کې د نعیم په خبره اولس کسان مړه شوي او یو تن ټپي دی.

دی وايي، د مرستندویه ادارې کارکوونکي سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او ژوبل کس او د وژل شویو جسدونه یې د کواټ لوی روغتون ته ولېږدول.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، مساپر وړونکی ګاډی له لکي مروته د پېښور پر لوري روان وو چې د پېښې ښکار شو.

تر اوسه په تونل کې د ټرافیکي پېښې لامل معلوم نه‌دی خو نعیم زیاتوي چې د پېښې پلټنې روانې دي.

کواټ سرنګ یا تونل د جاپان په مالي مرسته جوړ شوی وو او په ۲۰۰۳ز کال کې د ګاډو تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.

د غره په لمن کې د هغه تونل یوه برخه په کواټ او بله یې له ادم‌خېل درې سره نږدې پرته ده.

په دغه شاوخوا دوه کېلومیټره اوږد تونل کې دوه طرفه سړک دی چې په‌کې د رفتار حد ټاکل شوی دی.

د جنورۍ پر ۲۹مه هم د کواټ په تانده بند کې د یوې کښتۍ اوښتو په پېښه کې د مدرسې د زده‌کوونکو ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان وژل شوي وو.

هغه ماشومان په مدرسه کې د حفظ تر بشپړولو وروسته ښوونکو په چکر بند ته بیولي وو.

پر هماغه ورځ د بلوچستان په لسبېله کې له پله څخه د مساپر وړونکي ګاډي پرېوتو په پېښه کې ۴۱ کسان ووژل شول.