طالبانو هلمند کې ۱۶ کسانو ته سزاوې ورکړي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

طالب چارواکو په هلمند ولایت کې ۱۶ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې دا کسان په نامشروع اړیکو، غلاو، لواطت او نورو جرمونو تورن کړي دي.

طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې سلګونه تورنو کسانو ته د خلکو په مخ کې سزاوې ورکړي دي.

پر طالبانو باندې د بشري حقونو ګڼو مدافع بنسټونو نیوکه کړې ده چې تورن کسان اکثر عدالت ته له لاس‌رسي پرته محاکمه او په خپل سر بېلابېلې سزاوې ورکوي.