رينا اميري: پر نجونو د محدوديت زياتولو سره طالبان له نړيوالې ټولنې واټن ډېروي

رينا اميري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په زیاتولو له نړیوالې ټولنې سره خپل واټن لا پسې ډېروي.

هغې دا خبره نن په خپل ټوېټر لیکلې ده.

رینا امیري دې ته هم اشاره کړې چې طالبان پخوانیو تګلارو ته ستانه شوي هغه چې په نويمه لسیزه کې حاکم وو.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر طالب مشرانو د امریکا د ویزو بندیز اعلان کړ.

ښاغلي بلېنکن ویلي، چې پر افغان ښځو د طالبانو له‌خوا د تعلیم او کار د بندیزونو پرېکړې د امریکا د دغه اقدام لامل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې واشنګټن به له خپلو متحدو هېوادونو سره په همغږۍ کار ته دوام ورکړي څو طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی کړنې به د پام وړ تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره به یې د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار مخه ونیوله او تر هغه مخکې یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

پر طالبانو دا بنديزونه داسې مهال ولګېدل چې د نجونو د ثانوي او لېسو دورې ښوونځي یې له څه باندې ۵۰۰ ورځو راهیسې تړلي.