د ډنمارک له لوري افغان ښځو ته د پناه ورکونې پرېکړه هرکلي سره مخ شوې

د طالبانو له لوري د بندیزونو په غبرګون د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د بشر د حقونو سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار افغان ښځو ته د پناه ورکونې په برخه کې د ډنمارک له اقدام د هرکلي په ترڅ کې له نورو هېوادونو هم غوښتي چې افغان ښځو ته ورته فرصت برابر کړي.

افغان ښځو ته د ډنمارک د پناه ورکونې له پرېکړې د بشر د حقونو د څار سازمان هرکلی.

د بشر د حقونو سازمان د ښځو برخې مشرې هید ربار له ترکیې څخه د ۵۰۰ افغانانو د ډیپورټ کېدو موضوع ته په اشارې سره په خپله ټوېټرپاڼه له نورو هېوادونو غوښتي چې باید داشان ونه کړي او د ډنمارک په شان افغان ښځو ته فرصت برابر کړي.

د بشر د حقونو سازمان د ښځو برخې مشرې هید ربار

ډنمارک د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغان ښځو ته کومو چې مخکې دې هېواد کې د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه ورکړي، یوازې د دوی د جنسیت پر بنسټ د پناه ورکولو فرصت ورکوي.

دغه هېواد د دې پرېکړې لامل، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د شرایطو سختېدل ګڼلي دي.

د ډنمارک د پناه ورکوونکو بورډ تر یوې فوق العاده ناستې وروسته اعلان وکړ چې د پناه غوښتونکو د موضوع په تړاو خپله کړنلاره بدلوي.

دغه بورډ د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو یو راپور د خپلې دې پرېکړې بنسټ ګرځولی چې په کې د طالبانو هغو کړنو او چلند ته چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په حقونو او ازادیو اغېز لري، اشاره شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت اقداماتو او محدودیتونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو کار، زده کړې، روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی، د فعالیت خپلواکي او د بیان ازادي زیانمن کړي دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

دې بورډ ویلي، دغه کسان کولای شي چې د پناه غوښتنې د نویو قوانینو پر بنسټ په یاد هېواد کې مېشت شي.

د بورډ په خبرو کې دغه شان راغلي، د هغو ۱۰ تنو ښځو د پناه غوښتنې غوښتلیکونه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست يه ۱۶ رد شوي وو د هغو ۳۰ نارینه وو له غوښتنلیکونو سره چې دا هم رد شوي وو، بیا څېړي.

خو دا چې دا افغانان څنګه ډنمارک ته ننوتي معلومات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدویتونه ولګول چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او دغه شان پوهنتونونو ته د دوی پر تګ بندیز، په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د دوی پر کار او له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر بندیز، یې مهم هغه دي.

راپور - نرګس حسن زۍ مومند