یوه امریکايي چارواکې: بندیزونو د روسیې پر جنګي ماشین ډېر اغېز کړی

د اوکراین ځواکونه د لوهانسک په سیمه کې د جګړې پرمهال

د امریکا یوه جګپوړې چارواکې وایي چې پر روسیې د لوېدیځ لګول شویو بندیزونو د دې هېواد پر جنګي ماشین ډېر اغېز کړی وړتیا یې کمه کړې ده.

دا چارواکې دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په دې اړه چې ایا مسکو د دغو اقداماتو د څنګ ته کولو وړتیا لري، پوښتنې زیاتې شوې دي.د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې روبین ډنیګن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه اقتصادي بندیزونه چې د تېرې فبرورۍ له میاشتې وروسته پر روسیې د اوکراین د یرغل له امله لګېدلي، پر مسکو یې فشارونه راوستي چې راتلونکې میاشتې او کلونه به یې دوی د نتیجو شاهدان واوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله روبین ډنیګن

د لوېدیځ د اټکلونو له مخې پر روسیې د لوېدیځ د بندیزونو له امله د دې هېواد اقتصادي وده پڅه شوې او تېر۲۰۲۲ کال شاوخوا ۲،۷ سلنه وه خودا هغومره بده هم نه ده چې د لوېدیځ یو شمېر هېوادونو یې تمه کوله.

سره له دې چې اروپا له روسیې د تېلو او ګازو واردول درولي، دې هېواد بیا هم د تېلو او ګازو صاداراتو ته دوام ورکړی چې له دې درکه یې د پام وړ عواید ترلاسه کړي دي.

په عین حال کې د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین ختیځ سنګرونو ته نوي ځواکونه استولي، خو د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن وویل چې دښمن په لیمان او باخموت سیمو کې خپل یرغلیز بریدونه نه دي درولي.

د اوکراین پوځ همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو د دونیڅک سیمې په اودیاوکه او نوو پاولیوکه باندې هم بریدونه کړي چې نتیجه یې نه ده ورکړې بلکې خپله دې ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي.

روسیې دغه بریدونه داسې مهال زیات کړي چې واشنګټن اوکراین ته د نورو۲،۲ میلیارد ډالرو پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاری نیسي.

دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل په دې تجهیزاتو کې به د لومړي ځل لپاره تر پخوانیو هغو د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې او مهمات شامل وي.

دوی ویلي تمه ده چې امریکا به دا مرسته په روانه اونۍ کې اعلان کړی.

د دغو امریکایي چارواکو په وینا د پوځي مرستو په دې بسته کې د توغندیو ضد پاتریوت سیسټم د ملاتړ پرزې، په لوړ دقت سره رهبري کېدونکي مهمات او د ټانک ضد جاویلین ډله توغندي هم شامل دي.

د یوه چارواکي په وینا د دې مرستو لومړۍ جوپه به د امریکا د اوسني دولتي وسله تون پر ځای له صنعتي سکتور څخه واستول شي.