د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين ختيځ ته نوي ځواکونه استولي

د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین ختیځ سنګرونو ته نوي ځواکونه استولي خو د پام وړ پرمختګ یې نه‌دی کړی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن وویل، چې دښمن په لیمان او باخموت سیمو کې خپل یرغلیز بریدونه نه‌دي درولي.

د اوکراین پوځ همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو د دونیڅک سیمې په اودیاوکه او نوو پاولیوکه باندې هم بریدونه کړي چې نتیجه یې نه‌ده ورکړې بلکې خپله دې ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي.

روسیې دغه بریدونه داسې مهال زیات کړي چې واشنګټن اوکراین ته د نورو۲،۲ ملیارډ ډالرو پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاری نیسي.

دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل په دې تجهیزاتو کې به د لومړي ځل لپاره تر پخوانیو هغو د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې او مهمات شامل وي.

دوی ویلي تمه ده چې امریکا به دا مرسته په روانه اوونۍ کې اعلان کړی.