سرچيني: امريکا اوکراين ته د پوځي تجهيزاتو د استولو تياری نيسي

اوکراين سره د امريکا پوځي مرستې، انځور - ارشيف

امریکايي سرچینې وايي، چې متحدایالات اوکراین ته د څه باندې دوه میلیارد ډالر په ارزښت د پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاري نیسي.

دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل، په دې تجهیزاتو کې به د لومړي ځل لپاره تر پخوانیو هغو د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې او مهمات شامل وي.

دوی ویلي تمه ده چې امریکا به دا مرسته په روانه اوونۍ کې اعلان کړی.

د دوی په وینا د پوځي مرستو په دې بسته کې د توغندیو ضد پاتریوت سیسټم د ملاتړ پرزې، په لوړ دقت سره رهبري کېدونکي مهمات او د ټانک ضد جاویلین ډله توغندي هم شامل دی.

د یوه چارواکي په وینا د دې مرستو لومړۍ جوپه به د امریکا د اوسني دولتي وسله تون پر ځای له صنعتي سکتور څخه واستول شي.