ايران کې اعتراض کوونکو له 'سده جشن' په استفادې حکومت ضد لاريون وکړ

ايران کې سده جشن

په ایران کې اعتراض کوونکو له سَده جشن په استفاده د حکومت پر خلاف لارو کوڅو ته په اعتراض راووتل.

سده جشن د ایران یو لرغونی جشن دی، چې هر کال د سلواغې/ دلوې پر لسمه په اورلوبو سره په ډله‌ییز ډول لمانځل کېږي.

د تهران په اکباتان ښارګوټي کې اعتراض کوونکو د دغه جشن د لمانځلو پر مهال لوی اور بل کړ او ویې ویل، چې دوی د حکومت پر پلان خپل اعتراض څرګندوي چې غواړي د خلکو ازادۍ محدودې کړي.

اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: مرګ پر دیکتاتور! د دوی اشاره د ایران رهبر ایت اله علي خامنه اي ته وه.

د اعتراضونو د دغه ډول صحنو راپورونه د ایران له یزد، کرمان، شېراز، کرمانشاه، کرمان او مشهد کې هم ورکړل شوي دي.

په ایران کې ناکرارۍ وروسته له هغې پیل شوې، چې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې نجلۍ د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

هغه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ګشت ارشاد د پولیسو له‌خوا نیول شوې وه او پلویان یې وايي، هغې د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.