زرداري له لاوروف سره د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي

د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دوه ورځیني سفر مسکو ته تللی چې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، زرداري او لاوروف به د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او تروریستي ډلو ته د ځای نه ورکولو په ګډون له نړیوالو ټولنې سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې د طالبانو د حکومت پر پرمختګونو خبرې وکړي.