بوريس جانسن: پوتين د ميزايل په بريد ګواښلی يم

د برېتانیا پخوانی صدر اعظم بوریس جانسن

د برېتانیا پخواني صدر اعظم بوریس جانسن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په یوه ټليفوني مکالمه کې د میزایل په برید ګواښلی دی.

د جانسن او پوتین دغه مکالمه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په درشل کې وروسته تر هغه شوې وه چې جانسن کیف ته تللی و.

رویټرز اژانس له بي‌بي‌سي سره د بوریس جانسن د خبرو په حواله ویلي، پوتین له ده نه په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب نظر وپوښته او ده ورته په ځواب کې وویل "دا کار به لرې راتلونکې ته" پاتې نه‌شي.

د جانسن په وینا د همدې خبرې په ځواب کې پوتین ورته وویل "بوریسه، زه نه‌غواړم تاسو زیانمن کړم، مګر په یوه توغندي سره، دا کار به یوه دقیقه یا همدې ته ورته وخت ونیسي."

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل او په دغې جګړه کې له اوکراینه د لوېدیځ پراخ ملاتړ د مسکو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي دي.