ايران کې د دفاعي وسايلو يوه فابريکه باندې بريد شوی

د ایران دفاع وزارت وایي، د دې هېواد په اصفهان ولایت کې د دفاعي وسایلو د تولید یوه فابریکه بې‌پیلوټه الوتکو چې پر چاودېدونکو موادو سمبالې وي، په نښه کړې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې، پرون یکشنبې دې وزارت خپره کړې ویل شوي چې د دې فابریکې ځینې برخې ویجاړې شوي دي.

په دې اړه چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د کوم هېواد وې، نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه چا د دغه برید مسولیت اخیستي خو له‌دې مخکې د دا ډول بریدونو پړه پر اسرایل اچول شوې ده.