یوه بریدګر د بیت المقدس ختیځ کې په ډزو سره دوه کسان ټپیان کړي

په بیت المقدس کې د رامنځته شوې پېښې سیمه

یوه بریدګر نن شنبه د بیت المقدس په ختیځ کې په ډزو سره دوه کسان ټپیان کړل.

تر دې مخکې یوه فلسطیني سړي د جمعې په ورځ د یهودانو له یوه عبادتځای دباندې اووه کسان ووژل.

دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس له مخې د یهودانو پر کنیسه د یوه ۲۱ کلن سړي ډزې د یهودانو د عام وژنې یا هولوکاست د نړیوالې یاد ورځې پر مهال شوي او دا د فلسطین او اسراییل په شخړه کې ډراماتیک زیاتوالی ښيي.