ډبلیو ایف پي: ښايي په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر زیات شي

ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، اټکل کوي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ کړېږي اته لکه پنځه اویا زرو ته ورسېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي په باور دوه میلیونه او درې لکه نور ماشومان به هم په خوارځواکي اخته شي، خو وضعیت به یې حاد نه وي او په دې منځنۍ خوارځواکي به سږکال اته لکه څلوېښت زره مېرمنې هم مبتلا شي.

د ډبلیو ایف پي ویاند فیلیپ کروپ په کابل کې رسنیو ته وویل، که چېرته په افغانستان کې د درېیم کال په مخه وچکالي شوه نو په دې شمېرو کې ممکن روان کال شل فیصده زیاتوالی راشي.