د اوکراین حکومت د خپلو لوړپوړو چارواکو په سفر بندیز ولګاوه

د اوکراین ولسمشر او ورسره نور لوړپوړي چارواکي

د اوکراین حکومت هغه پرېکړه تصویب کړه چې له مخې یې بهر ته د چارواکو پر سفرونو بندیز لګوي.

صدراعظم دینیس شمیهال پرون د پارلمان غړیو ته وویل چې حکومتي چارواکي، سیمه ییز چارواکي، څارنوالان، قاضیان او نور افسران یوازې په رسمي سفر بهر ته تللی شي، یا د درملنې لپاره سفر کولای شي.

شمیهال په ټیلګرام کې دا هم لیکلي چې د استراحت لپاره بهر ته سفر منع دی.

یوه ورځ مخکې تر دې د پارلمان غړی میکولا تیشچینکو چې تایلنډ ته تللی و او پارلمان یې خبر کړی نه و، له دندې ګوښه شو.