نن هم په يو شمېر ولايتونو کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريونونه شول

ارزګان کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريون

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې نن یوځل بیا په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریونونه وشول.

د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې دا لاریونونه په پلازمېنه کابل او په غزني، بدخشان، پنجشېر، غور، بغلان، لغمان، بلخ، بادغیس او څو نورو ولایتونو کې وشول چې په ترڅ کې یې د یوه سوېډني سیاستوال دا عمل وغندل شو.

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د دې پېښې په غبرګون کې لاریونونه وشول چې په ترڅ کې یې د سوېډن بیرغ هم وسوځول شو.

له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم د ورته اعتراضونه راپورونه رارسېدلې دي.