د اروپايي ټولنې يو چارواکی: روسيې پر اوکراين د جګړې بل پړاو پيل کړی

د اروپايي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وايي چې مسکو د اوکراین پر ضد د جګړې یو بل پړاو چې پر ملکي وګړو او غیر پوځي اهدافو بې‌درېغه حملې دي پیل کړی.

د اروپايي ټولنې د اروپايي عملیاتي خدماتو عمومي منشي ستیفانو سانینو نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د خبرو پر مهال همدا راز وویل، چې د اوکراین پوځ ته د جرمني او امریکا له‌خوا د پرمختللو ټانکونو د ورکولو علت هم د روسیې پارونې وې.

ښاغلي سانینو زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا جګړه د ځانګړو عملیاتو په نوم پیل کړه خو اوس یې خبره د ناټو او لوېدیځ پر ضد جګړې ته رسولې ده.

د سانینو په وینا اوکراین ته جرمني او امریکايي ټانکونه د دې لپاره ورکول کېږي چې خپله دفاع وکړي نه دا چې یرغلګر وي.