د روغتيا سازمان: د بدخشان په يوه کلي کې د تنفسي ناروغيو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پرون پنجشنې د بدخشان په یوه کلي کې د سختو تنفسي ناروغیو ۹۷ قضیې او د ۱۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د بدخشان د واخان ولسوالۍ په پامیر کلان کلي کې له محلي چارواکو سره د دې خپرې شوې ناروغۍ په درملنه کې همکاري کوي.

خو ازادۍ راډیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې په بدخشان کې د دغو تنفسي ناروغیو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي دي.

له ۱۷ورځو راهیسې په افغانستان کې د یخنۍ له کبله په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي دي.