د معتادینو د درملنې یو روغتون د زهر ایستلو له پړاو پرته د معتادینو درملنه کوي

انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له راتګ سره په افغانستان کې د معتادینو د درملنې ډېر مرکزونه تړل شوي او په دې برخه کې د دولتي روغتونونو داخل بستر خدمات هم کم شوي دي، خو په دې وروستیو کې داسې شخصي روغتونونه هم جوړ شوي چې د معتادینو درملنه کوي.

له دې ډلې څخه یو هم د کندهار په نوم روغتون دی چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې فعالیت کوي.

دا چې دا روغتون د نورو روغتونونو په پرتله کومې اسانتياوي لري، څه ډول فعالیتونه لري او په دې روغتون کې د بستري کېدو شرطونه څه دي؟

په دې اړه مو د دې روغتون له مؤسس ډاکټر نجیب الله دوست سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې دا روغتون يې ولې جوړ کړی دی؟

د ډاکټر نجيب الله دوست مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادینو د درملنې یو روغتون د زهر ایستلو له پړاو پرته د معتادینو درملنه کوي