د طالبانو حکومت: د يخنۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر تر ۱۶۰ اوښتی

انځور - ارشيف

د طالبانود حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، روانه میاشت په افغانستان کې د سختې یخنۍ او واورو له کبله د مړیو شویو کسانو شمېر تر ۱۶۰ واوښت.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي تېره شپه (پنجشنبه) ازادي راډیو ته وویل: "د جنورۍ له لسمې تر اوسه پورې د هوا د سړېدو له کبله ۱۶۲ تنه مړه شوي چې د هغو په منځ کې ۸۴ تنو یې تېره اوونۍ ژوند له لاسه ورکړی دی."

سږنی ژمی په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو سوړ بلل کېږي او په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۳۴ ته ټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونه میلیونه افغانان له افتصادي پلوه له سختې تنګسې سره مخامخ دي، د تودولو او نس مړولو توان نه‌لري.

له بلې خوا پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له کبله د ډېرو مرستندویو مؤسسو کارونه بیخي ځنډېدلي یا نیمګړي شوي دي.