روسيې پر اوکراين د راکټي بريدونو نوې څپه پيل کړې

د اوکراين او روسيې جګړه

روسي ځواکونو نن سهار (د جنورۍ ۲۶) پر اوکراین د راکټي بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه او تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ویل کېږي چې، لږ تر لږه یو کس په‌کې وژل شوی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغه ښار کې د نن ورځې په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کلیچکو د کییف له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په پناه ځایونو کې پاتې شي.

د روسیې نوي راکټي بریدونه وروسته له‌هغې وشول چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي د دغه هېواد له لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي او پوځي الوتکې ورکړي چې د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره اغېزناک تمام شي.