حنا رباني کهر د ضمير کابلوف سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

حنا رباني کهر، انځور - ارشيف

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنارباني کهر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره لیدلي.

په دې لیدنه کې پرون د افغانستان په شمول د سیمې د سولې او ثبات اړوند مسایل تر بحث لاندې نیول شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د حنارباني کهر په حواله ویلي، چې یو باثباته افغانستان تل ورته مهم دی.

هغې زیاته کړې چې افغانستان د منځنۍ او جَنوبي اسیا تر منځ د یوه اقتصادي پله حیثیت لري او پاکستان هڅه کوي چې د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا دغه هدف ته ورسیږي.