زرګونه خلکو ارزګان کې قران‌کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې لاريون وکړ

زرګونه خلکو ارزګان کې قران‌کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې لاريون وکړ

ارزګان کې زرګونه خلکو نن د ترینکوټ ښار واټونو ته راوتلي وو او سوېډن کې د دغه هېواد د یوه سیاستوال له‌خوا د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو پېښه يې وغندله او د یاد هېواد بېرغ ته یې اور واچاوه.

لاریونوالو له نړیوالو غوښتنه وکړه، یاد سیاستوال چې د مسلمانو سپيڅلي کتاب ته يې سپکاوی کړی محاکمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نور ولایتونو او دغه راز په نور هېوادو کې د سوېډني سياستوال دا عمل وغندل شو او د محاکمې غوښتنه يې وشوه.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور