د امريکا خاورې ته د ننوتلو پر مهال نيول شوی افغان پوځي ازاد شوی دی

يو افغان پوځي، انځور - ارشيف

هغه پخوانی افغان پوځي چې له مکسیکو د امریکا د متحدو ایالتونو خاورې ته د ننوتلو پر مهال نیول شوی او له امریکا یې د پناه غوښتنه کړې، ازاد شوی او له خپل ورور سره یو ځای شوی دی.

د اسوشیتید پريس اژانس د راپور له‌مخې عبدالواسع صافی چې څو میاشتې یې د امریکا د مهاجرت ادارې په توقیف کې تېرې کړي، د تکزاس د اډین له توقیف ځای څخه وروسته له هغې ازاد شو چې یوه قاضي د فدرالي څارنوالانو په غوښتنه پر هغه د مهاجرت جنايي تور لیرې کړ.

صافی چې د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو د استخباراتو یو افسر و، د تېر۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له دې ویرې له افغانستانه وتښتېد چې ګومان یې کاوه چې طالبان به ورڅخه غچ واخلي ځکه ده د ترهګرو په اړه امریکایي ځواکونو ته معلومات ورکول.

هغه د تېر۲۰۲۲ کال په دوبي کې له برازیله د مکسیکو ـ امریکا د پولې په نیت سفر پیل کړ چې د همدې کال په سپټمبر کې د امریکا د تکزاس ایالت ایګل بندرته نژدې ونیول شو.

هغه هیله درلوده چې له خپل ورور سره چې په هوسټن کې اوسي، یو ځای شي.

د عبدالواسع صافي ورور سمیع‌الله صافی چې څو کاله یې په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې ویلي، چې خوښ دی چې د ورور پر ضد یې جنایي دوسیه لغوه شوه.