د امريکا ولسمشر اوکراين ته د دېرش ابرامز ټانکونو د استولو اعلان کړی

د امريکا ابرامز ټانکونه، انځور - ارشيف

د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې هېواد به یې اوکراین ته یو دېرش ابرامز ټانکونه ولېږي.

بایډن د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۵مه وویل، دغه ټانکونه به د اوکراین پوځي وړتیا لوړه کړي.

د جرمني صدر اعظم اولاف شولڅ هم ویلي چې، هېواد یې اوکراین ته ۱۴ لیوپارد ټانکونه ورکوي.

تر دې مخکې برېتانیا ویلي و، چې اوکراین ته یې ۱۴ چلینجر-۲ ټانکونه استولي دي.

د لوېدیځ له دې پوځي مرستو سره هم‌مهاله مسکو خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د ټانکونو لېږل پاروونکی او خطرناک عمل دی.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، د روسیې د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره ۳۰۰ ټانکونو ته اړتیا لري.