صالح: دولت مو هيڅکله د سولې خنډ نه و

امرالله صالح

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د دوی دولت هیڅکله د سولې خنډ نه و.

ښاغلي صالح د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پامپیو کتاب " له دروغو ډک دی."

پامپیو په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې لیکلي، محمد اشرف غني فکر کاوه چې د طالبانو او امریکا هر ډول هوکړه له هغه نه واک اخلي.

په کتاب کې دغه راز راغلي چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ټولې هڅې وکړې چې د امریکا او طالبانو خبرې کمزورې کړي.

د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، غني د ده، مایک پامپیو او نورو امریکایي چارواکو خبرې له پامه غورځولې.