پولیسو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی 'فواد چوهدري' نیولی

د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی فواد چوهدري

د پاکستان پولیسو د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی فواد چوهدري نیولی دی.

فواد چوهدري په دې تور نیول شوی چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون مشر او غړیو ته یې ګواښ کړی دی.

فواد چوهدري د عمران خان د صدرات په وخت د اطلاعاتو وزیر و او د ولسمشر مرستیال و.

دی د تحریک انصاف اصلي ویاند دی.

د چوهدري مېرمنې هیبا نن رسنیو ته وویل چې سهار وختي لس پولیس په لاهور کې د دوی کور ته ورغلل او چوهدری یې په زور موټر ته پورته کړ.

د تحریک انصاف ګوند ویاندې شرین مزاري وویل چې چوهدري نن په لاهور کې محکمې ته لاس تړلی راوستل شو، پولیسو له قاضي وغوښتل چې دا سړی اسلام اباد ته انتقال کړي.

قاضي د ازادي راډیو مشال څانګې ته دا خبر تایید کړ چې چوهدري به اسلام اباد ته واستوي.