بلېنکن: ټولو افغانانو ته د مساوي زده‌کړې او له خنډ پرته د لاس‌رسي غوښتنه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، نن ټوله نړۍ د هغو افغان ښځو او نجونو په درناوي د زده‌کړې نړیواله ورځ په رسمیت پېژني، چې د طالبانو له‌خوا په سیستماتیک ډول له دغه بشري حق څخه محرومې شوي دي.

بلېنکن تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او د ټولو افغانانو لپاره باکیفیته زده‌کړو ته د مساوي او له خنډ پرته لاس‌رسي غوښتنه کوو.

بلېنکن د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې په ملاتړ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون د جنوري ۲۴مه د زده‌کړو نړیواله ورځ د ملګروملتونو، ښوونیزې، کلتوري اوعلمي ادارې، یونسکو د افغان ښځو د زده‌کړو موضوع ته ځانګړې وه.

یونسکو ویلي چې، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر شل برابره زیات شوی و چې سږ ۲۰۲۳ کال صفرته رسېدلی.