اوکراين کې د بشري مرستو دوه برتانوي کارکوونکي وژل شوي

د اوکراین د يوې جګړه ځپلې سيمې انځور

اوکراین کې د بشري مرستو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د بشري مرستو د ټولنو دوه برتانوي کارکوونکي د اوکراین په ختیځ کې له جګړه ځپلو سیمو د تخلیې د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

د کریس پېري او اندریو باګشاو د تري تم کېدو خبرونه څو اوونۍ مخکې ورکړل شوي وو.

پرون د پېري کورنۍ په یوه بیان کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړ تایید کړه، چې پېري او همکار یې باګشاو د اوکراین په ختیځ ښار سولیدار کې هغه مهال چې د تخلیې په عملیاتو کې یې مرسته کوله، وژل شوي دي.