پوتين: روسیه کې درمل کم شوي او بيې یې لوړې شوي دي

ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، په روسیه کې ځیني درمل، سره له دې چې ډېری یې دا هېواد په خپله تولیدوي، کم شوي چې ورسره بیې یې زیاتې شوي دي.

په داسې حال کې چې د نسخو درمل د اوکراین د جګړې پر سر پر روسیې د لوېدیځ له بندیزونو څخه مستثنی دي، روسیې ته یې لېږد، د ټرانسپورټي، بیمې او ګمرکي ستونزو له امله چې د دغې جګړې او د بندیزونو د اقداماتو له امله رامنځ ته شوي، له خنډونو سره مخامخ شوي دي.

د تېر کال په فبرورۍ کې پر اوکراين د روسيې له يرغل لږ وروسته، روسانو د درملو په زېرمه کولو لاس پورې کړ چې ویل کېږي یوازې په دوو اوونيو کې یې د يوې مياشتې په اندازه درمل پېرلي و.