پرایس: متحدایالات له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بیا غور کوي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو له تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې متحدایالات له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بیا غور کوي.

د دې وزارت ویاند نېډپرایس پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، امریکا د طالبانو بشري سرغړونو، سختو فرمانونو او د هغو ناوړه چلند ته په پام سره دا کار کوي.

پرایس خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا اقدامات به بې ځوابه پاتې نه شي، خو هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې امریکا به بیا هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې مخکښ رول ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې متحدایالتونو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د څه باندې ۱،۱ میلیارد ډالره مرسته کړې. د امریکا په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.