په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شو

ارشیف: په افغانستان کې یوه کمپاینره د واکسین د تطبیق پرمهال

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د ۲۰۲۳ کال د واکسین کمپاین پرون دوشنبې پیل شو.

ټاکل شوې چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په هغو ولایتونو کې چې د پولیو ګواښ په کې ډېر دی له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۵،۳ میلیون ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

دا کمپاین د پلازمېنې کابل، هرات، هلمند، ارزګان، نورستان، پکتیکا او کونړ په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې په پام کې دی.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې یوه په پکتیکا او بله په کونړ کې ثب شوې وه.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په کې شته.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې له انسان څخه انسان ته سرایت کوي او ویروس یې ځان عصبي رشتو ته رسوي او انسان فلجوي.