اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې د نجونو ښوونځي پرانيزي

اروپایي ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې سملاسي ټولو نجونو او مېرمنو ته د ښونځیو دروازې پرانیزي.

د دغې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل د دوشنبې په ورځ (د سلواغې/دلوې په دریمه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښونځیو تړل د طالبانو د پخوانیو ژمنو خلاف یو کار دی.

اعلامیه کې چې د دغې ټولنې پر وېبپاڼه خپره شوې راغلي، اروپایي ټولنه هیله لري چې د طالبانو حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړي.

اروپایي ټولنې له تعلیمه د نجونو منع کول د ښځو او مېرمنو لپاره لوی شاتګ بللی او ټینګار یې کړی چې د یوه پر ځان بسیا او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو زده‌کړې مهمې دي.

جوزف بوریل دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د دوشنبې په ورځ بروکسل د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د یوې غونډې کوربه دی.