پرون 'د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت' په نوم نوی ايتلاف اعلان شو

د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت لوګو

پرون یکشبنه د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت په نوم نوی اتلاف اعلان شو، چې پنځه سیاسي حرکتونه په‌کې شامل دي.

د دې ايتلاف یوه مرستیال، شاه محمود میاخېل چې په تېر جمهوري نظام کې یې د دفاع وزارت د معین په توګه دنده ترسره کړې، پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته د دې نوي حرکت د هدف په باب وویل، ياد ايتلاف غواړي د افغانانو د حقونو دفاع وکړي.

نوموړي وويل: "دغه ايتلاف غواړي د افغانانو د حقونو دفاع وکړي او بالاخره په افغانستان کې د ولسواکۍ، سولې او ثبات لپاره زمینه برابره شي. ځکه نو د افغانانو ترمنځ معناداره ډیالوګ اړین دی. دا کار له سیاسي تشکیلاتو پرته ممکن نه‌دی. دا یو پیل دی، هیله‌من یو نوره پراختیا هم ورکړو."

په دې نوي ايتلاف کې د جمهوريت غوښتونکو خوځښت، په بهر کې د وطن ګوند عالي شورا، د افغانستان ملي ترقي ګوند، د افغانستان سوسیال دیموکرات ګوند او د افغانستان ملي ګانګریس سياسي حرکتونه شامل دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ځینو نورو سیاسي ګوندونو او حرکتونو هم خپل موجودیت اعلان کړی دی.