انالينا بايربوک: جرمني چمتو دی چې اوکراين ته ليوپارډ ټانکونه ورکړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک وايي، هېواد یې تیار دی، پولنډ ته صلاحیت ورکړي، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه اوکراین ته ورکړي.

مېرمن بایربوک دا څرګندونې پرون یکشنه داسې مهال کړي، چې د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویڅکي پر برلین انتقاد کړی، چې ولې د ناټو غړو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، څو دغه ټانکونه اوکراین ته ولېږي.

جرمني ویلي وو، تر هغو دغه ټانکونه کییف ته نه ورکوي، چې لومړی د امریکا متحدو ایالتونو د ابرامز په نوم جنګي ټانکونه اوکراین ته ورکړي نه وي.

له دې درکه جرمني د اروپايي هېوادونو له سختو انتقادونو او فشارونو سره مخامخ شوی و.

مېرمن بایربوک په پاریس کې د فرانسې او جرمني له سرمشریزې وروسته LCI ټلوېزیون ته ویلي، موږ پوهېږو چې دغه ټانکونه څومره مهم دي، ځکه نو په دې باب له خپلو شریکانو سره بحثونه کوو.