متقي په کابل کې د ايران له نوي سفير حسن کاظمي قمي سره ليدلي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي پرون په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پرون په څو ټویټونو کې د دغې کتنې په اړه ویلي، چې ښاغلي متقي ښاغلي قمي ته د ایران د سفیر په توګه د نوې دندې مبارکي وویله او هغه ته یې د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله وکړه.

د هغه په خبره په دې کتنه کې د دواړو هېوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې او دواړو لوریو د رښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال ویاند همدارنګه ویلي، چې ښاغلي متقي د ایران د نوي سفیر د دې خبرې په ځواب کې چې باید ایران ته د اوبو حق ورکړل شي وویل، په دې برخه کې د اسلامي امارت دریځ واضح دی او هغه دا چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د اوبو معاهدې ته ژمن دی.

خو دې ته په پام چې د بارانونو د کمښت او وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي، دا یو عمده لامل دی او د اوبو په ډېروالي سره به دا ستونزه هم هواره شي.

حسن کاظمي قمي به په کابل کې د ایران د سفیر ترڅنګ د افغانستان لپاره د دې هېواد د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه هم دنده مخته وړي.